PACT Training
په سوات کې دپکټ راډیو په سمينار کې ګډون وکړئ
پکټ راډیو (دپولې پورې راډيو)دتېرو څلورو کالو راهيسې دپولې پورې سيموکې دژورنالېستانو لپاره روزنيز پروګرامونه ترسره کړي، چې تراوسه يې يو زيات شمېر ژورنالېستان روزلي او عملي کارونه يې ور زده کړي، پکټ راډیو هڅه کوي چې په خپلو پرګرامونو او رپوټونو کې دخلکو ستونزې او مسائل دهغوی له خولې واوري او وړاندې کړي او هم د دغو ستونزو لپاره دحل لار ولټوي.
دپکټ راډیو پروګرامونه (دپولې پورې پروګرام، دين او دنيا،قوي مومن،چاپېريال ساتنه) د افغانستان او پاکستان ديو زيات شمېر دولتي او غير دولتي FM راډیوګانو له لارې خپرېږي.
دپولې پورې سيمو نيمايي برخه نفوس ښځې دي او په ټولنه(معاشره) کې دښځو ستونزې او مسائل هم ډېر زيات دي؛ همداشان د دغو سيمو د دود او رواياتو له مخې دښځودستونزو او مسايلو په هکله دنارينه وو لپاره کارکول ګران دي او يواځې ښځې کولای شي چې په دې هکله ښه کار وکړي.
پکټ راډیو تل هڅه کړې چې په خپلو روزنيزو او عملي پروګرامونو کې ښځينه رپوټرانو او ژورنالېستانو ته پوره پوره برخه ورکړي، پکټ راډیو ( دپولې پورې راډيو) چې په سوات کې يې هم خپل فعاليت پيل کړی په پام کې لري چې په سيدو شريف سوات کې دښځينه رپوټرانو لپاره يو روزنيز ( تربيوي) سمينار جوړ کړي.
په دغه پېنځه ورځني روزنيز سمينار کې دپوهنتون،کالج،ښوونځي (سکول)،ديني مدرسو زده کوونکې او عامې زنانه ګډون کولای شي. هغه زنانه چې غواړي په دغه سمينار کې ګډون وکړي خپله CV دې د اپرېل تر اخره دپکټ راډیو ته راولېږي.
دغه سمينار به دپکټ راډیو مشر او مشهور ژورنالېست جان بټ چې په پولې پورې سيمو کې د۲۵ کالو ژورنالېستيکو چارو عملي تجربه لري،همداشان په بي بي سي او نورو مشهورو نړيوالو ادارو کې د اوږد او پراخ کار عملي تجربه لري تر سرپرستۍ لاندې ترسره کېږي او دهغه او دپکټ راډیو د باتجربه ښځينه رپوټرانو لخوا به نويو ښخينه رپوټرانو ته روزنه ورکول کېږي.
دا ضروري نه ده چې ګډون کوونکې زنانه دې اعلی تعليم او دعملي صحافت خاصه تجربه ولري يانې عامې زنانه هم پکې ګډون کولی شي خوباید له راډیويي ژورنالېزم سره نژدې رابطه ولري او د خلکو خصوصاًُ دښځو او ماشومانو له ستونزو او مسائلو پوره خبرې وي او ددې عزم ولري چې دښځو او ماشومانو ستونزې په نخښه او دهواري حل يې په ګوته کړي.
هغه زنانه چې په دې سمينار کې ګډون کول غواړي خپلې CV دې داپرېل تر پایه په لاندې پتو دپکټ راډیو مشر جان بټ ته ور ولېږي:
او يا په پوستي پته :
203 بادشاه ټاور،سټېډيم روډ،پشاور کېنټ.
همداشان کولای شئ دپکټ راډیوسيمه ييز(علاقايي)دفتر کې ته خپله سي وي ور ولېږئ.
عدنان رشيد: adnan.rashid@pactradio.com
شاهزاد پلازه،نکان باغ،سيدو روډ،منګوره سوات
دټلیفون شمېرې :625525/711888-0946
جان محمد بټ
دپکټ راډیو مشر
په کندهارکې دپکټ راډیو د روزنيزسمينار خبرتیا
دپکټ راډیو (د پولې پورې راډیو)چې د پولې پورې سيموپه اړه د دين ودنيا،قوي مومن او د چاپېريال ساتنې ځانګړی پروګرامونه دافغانستان وپاکستان د يوشمېر دولتي او غير دولتي اف.ام راډیوګانو له لارې خپروي، په پام کې لري چې دروان کال په جون (جوزا) مياشت کې په کندهار کې د نويو رپوټرانو لپاره يو روزنيز سمينار جوړ کړي.
دلوړو زده کړو لرونکي ځوانان،محصلين،د ديني مدرسو طالبان او د دولتي و غيردولتي راډيو ګانو رپورټران کولای شي چې په دغه روزنيز سمينار کې ګډون وکړي.
مينه وال دې لاندې ټکي په پام کې ولري :
په خپله تعليمي اداره کې يې بايد لوړې نومرې ترلاسه کړې وي، په راډیو کې دښه کار سابقه ولري، له راډیو ژورنالېزم سره نژدې اړيکې ولري،دولس له ستونزو ښه خبر وي او ددغو ستونزو داواري جزبه ولري.
هغه کسان چې غواړي په دغه سمينار کې ګډون وکړي خپل غوښتنليکونه، CV او بشپړه پته دې په لاندې برېښناليک پته غوث الدين فروتن ته ور ولېږي.
جان محمد بټ
دپکټ راډيو مدير

