د پکټ خبريالانو ژوندليک

د معاصرو ستونځو روايتي حل د پکټ راډيو مشر جان بټ دى چا چې د تېرو شلو کالو په موده کې په افغانستان او سرحدي سيمو او همدارنګه په منځنۍ اسيا کې د پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو د راديويي ژورناليزم په مېدان کې د نوښت په برکت بېمثاله شهرت ترلاسه کړى دى. جان بټ د تېرو پنځويشتو کالو په موده کې ډېر کارونه کړي دي لکه د اسلامي ادبياتو د مياشتنۍ الرساله (اردو-انګلېسي) سره؛ له پېښوره چاپېدونکې انګلېسي ورځپاڼې فرنټيير پوسټ سره؛ د بي بي سي ورلډ سرويس په زياتو برخو کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د مقبولې ډرامې "نوى کور نوى ژوند" د بنسټ ايښودونکي مدير په توګه او په منځنۍ اسيا کې، چېرته چې، تاشقند کې يونيسکو سره د کار پر مهال، هغه د "رېښمي سړک" په نامه راډيو جوړه کړه. رېښمي سړک راډيو د "نوى کور نوى ژوند" په طرحه د تاجکستان او ازبکستان لپاره دوه تعليمي اوپيرا (ډرامې) جوړوي: يوه د هغو خلکو لپاره چې په کليوالو سيمو کې اوسېږي چې د هغې نوم دى "د هر مرض علاج" او دويمه د ښار د خلکو لپاره چې نوم يې دى "د ښار سټېشنې". هغه ټولې ډرامې چې جان بټ په افغانستان، تاجکستان او ازبکستان کې پېل کړې وې اوس هم د دغو هېوادونو د کارکوونکو لخوا جوړېږي او روانې دي. جان بټ له ٢٠٠٤ کال راهيسې د پېښور پوهنتون د ژورناليزم او عمومي ارتباط په څانګه کې د پکټ د مرکز څخه په کارکولو يوه ډله خدمتګار، مسلکي، فعال، لياقت لرونکي او با استعداده ځوان ژورنالستان روزلي او پاللي دي – داسې ځوانان سړي او ښځې چې که دوى ته د ورکولو لپاره بوديجه وي او که نه خو دوى د خپل اصلي هدف په تعقيب خپل کار ته دوام ورکړى دى، او دغه هدف انسانانو سره د هغوى د ستونځو د حل په موندلو کې مرسته ده. د پکټ راډيو خبريالانو په خپلو ځانګړو کارونو کې تخصص پېدا کړى دى. مونږ داسې خبريالان لرو چې د تعليمي چارو، د مهاجرينو د چارو، کورنيو سره د اړوندو چارو او د ښځو په چارو د راپورونو ورکولو مسئوليت په غاړه لري. پکټ په ټولو سرحدي سيمو کې د پولې دواړو غاړو ته د خبريالانو يو جال لري خو پکټ په ځانګړې توګه د پاکستان په قبايلي سيمو کې مضبوط شتون لري. د پکټ کار د حساسو سيمه ييزو روايتونو او د جګړې او نورو ستونځو د حل په لور د پياوړي مشرقي هوډ له امله په داسې ډول پر مخ بوتلل کېږي چې په قبايلي سيمو، او د پاکستان او افغانستان په ټولو سرحدي سيمو کې اغېزمن او محبوبيت لرونکى وي. د پکټ يو رسالت دا هم دى چې د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو کولتور، فن او ادب ته وده ورکړي او وې لمانځي. بې شکه چې پکټ د دواړو غاړو موسيقۍ ته د "پولې پورې" پروګرام د راپورونو په پس منظر کې د زور او سور د زياتولو لپاره په استعمال سره يو ژورنالستي اظهار ورکړى دى. برسېره پر دې چې تقريباً په هر راپور کې موسيقي وردننه کوي، د "پولې پورې" پروګرام يوه مهمه برخه فن او ادب ته هم ځانګړې شوې ده. په دې کې عموماً د پولې د دواړو غاړو د فن، ادب او کولتور د نړۍ د يو نامتو شخصيت سره مکالمه وي چې پکې د هغه يا هغې د موسيقۍ، شاعرۍ يا د فن او ادب د بلې برخې د کار خورې ورې بېلګې وړاندې کېږي.

پکټ خبريالان