پروګرامونه
د قوي موئمن پروګرام خلک په دې دنيا او هغې دنيا کې ښه صحت ته هڅوي
قوي مومن
د "قوي مومن" روغتيايي پروګرام نوم د حضرت محمد (ص) د يو حديث څخه اخيستل شوى دى چې وايي "په صحت کې قوي مومن د کمزوري مومن څخه ښه دى". دا د يو مسلمان فرض دى چې نه يواځې د خپلې بلکې د ټولې کورنۍ د روغتيا خيال وساتي. د "قوي مومن" روغتيايي پروګرام بنيادي مقصد د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو سره مرسته کول دي تر څو هغو ښو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى ولري چې په اقتصادي او جسماني لحاظ د دوى په وس کې دي. پکټ راډيو يو مشورتي پېنل راغونډوي په کوم کې چې روغتيايي کارکوونکي او د روغتيايي ادارو استازي شامل وي، دوى په هغو موضوعاتو چې پروګرام کې پرې بحث کېږي مشورې ورکوي او کوښښ کوي داسې څه وړاندې کړي چې د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو سيمو د خلکو د روغتيا اوسنۍ اړتياوې په ښه توګه پوره کړي.
د دې پروګرام ډېرې مرکې د کابل په جامع جومات کې شوې دي
دين او دنيا
دین او دنيا :
په "دين او دنيا" پروګرام کې خلک د مذهب په هغه بڼه خبرې کوي چې اوس په نړۍ کې عملي ده او – د مقدسو کتابونو او معاصرو حالاتو په رڼا کې – وړاندوينه کوي چې څرنګه مذهبي اصول په نور ښه ډول عملي کړل شي. عام خلک او او مذهبي پوهان دواړه په دې پروګرام کې برخه اخلي – لومړنۍ ډله په مذهب د عام روايت له زاويې نه رڼا اچوي او دوهمه ورته د اسلامي ادبياتو له نګاه نه کتنه کوي. د "دين او دنيا" پروګرامونه په ډېرو مسئلو د خبرو لپاره چمتو کېږي، د بېلګې په توګه ښو ته رابلل او د بدو نه منع کول (امر بالمعروف و نهى عن المنکر)، د خداى په لاره کې مبارزه کول (جهاد)، زکات، د اسلام تبليغ، اسلامي اتحاد، جومات، روژه، حج، سود اخيستل او ورکول، واده، ښه کرکټر او همداسې نور موضوعات. د "دين او دنيا" د پروګرام موضوعات په اسلامي عقيده کې د دې موضوعاتو د اهميت او عمليت له مخې، او په اوسنيو حالاتو کې د دې د اړتيا له مخې غوره کېږي. د "دين او دنيا" د پروګرام جوړول يو ګران کار دى ځکه چې دا د اسلامي کتابونو په ژوره مطالعه او د نړيوالو اسلامي پوهانو په مشوره بناء وي. د پکټ راډيو ټيم په کال کې د دې پروګرامونو دوه سلسلې – چې هره سلسله دولس پروګرامونه لري – جوړوي. ځينې موضوعات د "دين او دنيا" د يوې نوې سلسلې لپاره بيل کړاى شوي دي چې په هغې کې لمونځ، وراثت، د جامعې اصلاح، د شريعت او رواج ترمنځ ربط او ځينې نورې هغه مسئلې شاملې دي چې د پاکستان او افغانستان په پوله اوسېدونکو خلکو سره تړاو لري.
دپکټ راډیو خبريال سید شفیق معصوم دپوښتنو پرمهال
پولې پورې
پولې پورې :
"د پولې پورې" پروګرام د پولې دواړو غاړو ته د خلکو د ژوند په اړه يوه راډيويي مجله ده. دې پروګرام کې خلکو ته چانس ورکول کېږي چې په هغو ستونځو او مسئلو خبرې وکړي چې په دوى اغېز لري او د دوى د ژوند لپاره مهمې دي. په دې کې خلک نه يواځې هغه ستونځې چې دوى ورسره مخ دي په ګوته کوي بلکې د پکټ راډيو په پروګرامونو کې عام خلک تشويقېږي چې دې ستونځو ته د حل لارې هم وړانديز کړي، د حل داسې لارې چې په حقيقي ژوند کې عملي کېدونکې او دوى ته د منلو وړ وي او د دوى د رواجونو او روايتونو سره سمې وي. دا مهال "د پولې پورې" پروګرام يو ايډيشن – هر پروګرام د پنځه څلوېښتو دقيقو – په اونۍ کې يو ځل نشرېږي. په اونۍ کې "د پولې پورې" پروګرام شمېره درېو ته د لوړولو پلان په لاس کې لرو تر څو د پولې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو خلکو ژوند په زيات تسلسل او انځوريز ډول وړاندې کړاى شي.
د پولې پورې ډرامې لوبغاړی ډرامه ثبتوي
د پولې پورې ډرامه
د پولې پوري ډرامه پيل شوه.
د پولې پورې نوې ډرامه به د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو خواوو ته په راتلونکي اوونۍ کې له راډيوګانو خپره شي.
دغه ډرامه چې د پيکټ راډيو پواسطه خپريږي،د پولې پوري دواړو خواوو خلکو د ژوند سره تړلي ريښتيني موضوعاتو لکه شرط تړل، د کونډو حقونه، د نجونو تعليم، اميدواري، سرپناه او له قانون څخه سرغړونو باندې به تمرکز کوي. له قانون څخه سرغړونه يا ياغيتوب ددې ډرامې لومړی برخه ده، چې د ( د مشال خان ناڅاپي ملاقات کوونکی) تر عنوان لاندې په ښکته برخه کې لوستلی شی.
د پيکټ راډيو معاون نويداکبرشاه وايې: ( کله چې بدې او ناوړه پيښې خپريږي، خلک به په هغې پوري خاندې او وروسته به اوريدونکي يو منطقي او ښه فکر وکړي، دغه ډول ډرامه د جدي او ناوړه پېښو منفي اړخونو خپرولو يوه ډيره ښه وسيله ده او په خيالي او افسانه ډوله طريقو دغه پيښې په اسانی او اغيزومنه توګه خپرولی شو.)
دپولې پورې ډرامې ۲۵ برخې جوړې شوي او په پاکستان او افغانستان کې د سيمه ايزو راډيوګانو لخوا خپريږي.
په دې ډرامه کې مخکښې کورنۍ، چې تمرکز پرې زيات دي، د اکبرخان، ميوه ګل او سردار اکا دي.
( د مشال خان ناځاپي ملاقات کوونکی)
هغه ياغي او سرکښ چې لښکر نوميده، د کلي خان، اکبرخان حجرې ته ور ننوت. ډير وارخطا معلوميده او ساه يې لنډه لنډه کيده، د اکبرخان زوي مشال حجرې ته راننوت او له لښکر څخه يې وغوښتل چې ځان معرفي کړي او څه ورپېښ دي. لښکر په لنډ ډول يې ځان ورمعرفي کړ او ورته ويې ويل چې د هغه بل کلي مشر دوه زامن يې وژلي دي، له مشال يې وغوښتل چې د پناه ځای ورته ورکړي. مشال وويل که ته دلته پناه اخلی نو ځيني شرطونه بايد په ځان ومنې، لښکر چې ډيره سخته ورځ پرې راغلي وه، د هرډول شرط منلو ته يې زړه ښه کړ، خو مشال ورته وويل ترڅو يې چې پلار نه وي راغلي پريکړه نه کوي.
د کلي په هغه بل کور کې د سردار اکا ځوانې ښځې ساکنې په ناڅاپي ډول د اوبو جګ مات کړ، د سردار اکا مشره ښځه،ګلناره ډيره پرې غوسه شوه، ساکنې هڅه کوله ترڅو ګلناره په دې پوه کړي، چې جګ يې قصداً نه دی مات کړي هسې يوه تيروتنه وه، خو ګلنارې د هغې بښنه نه منله، بلاخره د پخوا په څير يې لفظي شخړه سره پيل کړه.
د باندې د کلي خليفه چې نواب نوميږي، د سيمې پخوانۍ سندره وايې او هڅه کوي چې هلته د بنګړيوالې توجه راجلب کړي، خو بنګړيوالې پام ورته نه کاوه، نواب په سندره کې د بنګريوالې نوم واخست ترڅو پام يې ځان ته را واړوي. بنګړيواله غوسه شوه او نواب ته يې وويل چې که چپ نه شي دغه حال به د کلي خان، اکبرخان ته وايې. نواب چې دغه اخطار واوريد، چپ شو او بنګړيوالې ته يې وويل چې خان ته دغه خبره ونه کړي. وروسته نواب خپله پټه مينه هغې ته وښوده، بنګړيوالې وخندل او لاړه.
په هغه بل کور کې د اکبرخان دهقان ميوه ګل خپلې ښځې، بختورې ته په دې غوسه دی، چې د هغه بستره يې سمه نه ده پاکه کړي. بختوره هڅه کوي چې هغه پخلا او رضا کړي، خو د ميوه ګل غوسه ورو ورو زياتيږي او بختورې ته وايې چې اوس د خپل ميړه ډير خيال نه ساتې او مېږې يې د بسترې خواته تړې. بختورې کيسه ورغبرګه کړه او ويې ويل چې نوي کور جوړ کړه نو بيابه مېږې د کور په هغه ليري بل ځای کې تړي، خو ميوه ورته وايې چې پيسې ورسره نشته.
اکبرخان حجرې ته راغې، مشال هغه ياغي لښکر ورته معرفي کړ او ترڅنګ يې د لښکر دغه کارونه وستايل، خو اکبرخان ورته ډيره توجه ونکړه، وروسته مشال د خپل پلار څخه غوښتنه وکړه، چې لښکر ته د پناه ځای ورکړي، که څه هم اکبرخان ډير موافق نه ؤ، خو مشال د لښکر خويونه او زړورتيا وستايله او ټينګار يې کاوه چې ځای ورکړي، اکبرخان موافقه وکړه، خو ځيني شرطونه يې وړاندې کړل او ددې ترڅنګ يې د هغه دوو ياغيانو انجام هم ورته بيان کړ، چې د شرطونو خلاف ورزي يې کړي وه او وروسته يې بيا سپيو ته واچول. لښکر ولړزيده او په فکر کې شو.

