خبرونه
پيښور، مئ ۴: د وخت له تېرېدو سره سم د پېښو، واقعاتو او مختلفو شيانو نومونه بدلېږي، چې ځينې پکښې د ټولنې او د انسانانو په ګټه وي، خو ددې ترڅنګ ځينې داسې بدلونونه هم وي، چې د ټولنې او انسانيت لپاره د ستونزو او ذهني ناروغيو سبب ګرځي.
پېکټ د بازارموندنې مشر (مارکټينګ منيجر) ته ضرورت لري
پېښور، ۸ اپريل، ۲۰۱۱: پېکټ راډيو د پاک-افغان پولې دواړو غاړو ته مهم او اړين راډيويي پروګرامونه او خپرونې خپروي. د پېکټ راډيو اصلي هدف دادی، چې اوسنيو ستونزو ته د عامو خلکو له نظرونو او ليدلورو وګوري او عامو خلکو ته داسې زمينه برابره کړي، ترڅو دغو ستونزو ته په خپله د حل لار پيدا او له دغو ستونزو څخه ځانونه خلاص کړي.
د بارډر لاېن درېيمه ګڼه چاپ شوه
د پولې پورې – پېکټ راډيو د اوونيزې خپرونې بارډر لاېن درېيمه ګڼه چاپ شوه.
نوموړى ګڼه په ٤٨ مخونو کې په ښکلي صحافت او ښه کاغذ تازه له چاپه راوتې ده.
بارډر لاېن لکه څنګه چې يې له نوم نه څرګندېږي، د پولې پورې سيمو لپاره ځانګړې شوې، ددغو سيمو ستونزې په لمن کې رانغاړي او د هغو د اواري لار لټوي.
نور....
پېکټ د بارډرلاين په نوم مجله شروع کړه
پيښور، ۶ جنوري، ۲۰۱۱: په دې روانه اونۍ کې د پېکټ اونيزه مجله ((بارډرلاين)) وګوري. دغه مجله په پښتو ژبه له پېښوره چاپيږي، چې د پولې دواړو غاړو، خوست، جلال اباد، کندهار، زابل، سوات، کويټه، ډي ای خان، بونيز، دير، پېښور او خيبر کې به توزيع کيږي.
بارډرلاين د پېکټ راډيو پروډيوسر اسرار اتل لخوا تصحيح کيږي. دا د پېکټ لومړی چاپي خپرونه ده، چې د پېکټ حل- لټوونکی ژورناليزم د پراخيدو زيری راکوي
نور....
د مدرسې يو بل مطبوعاتي دفتر جوړ او افتتاح شو.
ډيره اسماعيل خان، ۵ جنوري، ۲۰۱۱: پېکټ راډيو د خيبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې مطبوعاتي روزنيز مرکز پرانيست. د پېکټ راډيو لخوا (راډيو د سولې جوړلو لپاره) تر سرليک لاندې روزنيز ورکشاپ کې د لکي مروت، بنو او ډيره اسماعيل خان مدرسو او ښوونځيو زده کوونکو برخه اخستې وه. دغه کورس د سرای ګمبيله کلي د سردار اباد په اسلامي مرکز کې جوړ شوی ؤ. په سيمه کې د پېکټ راډيو مسؤل او خبريال په دې اړه د خلکو سره خبرې کړي دي:
نور....
پښتوغزل اونظم مقابله
پولی پوری راډیوپیښورپه ځانګړی پروګرام سازونه اوازونه کې دغزل اونظم مقابلی تابیا کړی ده. شاعران ملګري خپل داسې غزلونه او نظمونه د مقابلی لپاره رالیږلی شي، چې پکې په پولی پوری سیمو کی (پاک + افغان سیموکی) د راپیښو موجوده ستونزو د حل لپاره پوهه او اګاهی ورکړل شوي وي.
پېکټ راډيو د پولي پورې سيمه کې د خپرونو پوښښ نور هم وغځوه
پېښور، نومبر ۲، ۲۰۱۰: په ننګرهار ښار کې دوو نويو ايف ايم راډيوګانو د پېکټ راډيو په خپرونو باندې پيل وکړ، دغه دوه راډيو ګانې نن ايف ايم ، چې په ۹۹.۹ څپو او دويمه يې سپين غر ايف ايم ده، چې په ۸۹،۴ څپو باندې خپرونې کوي. دغه راډيو ګانې د پولې پوري پرسيمه- د پاکستان په مومند ايجنسۍ- کې رڼې اوريدل کيږي
نور....
پېکټ راډيو په ډيره اسمعيل خان کې خپرونې پيل کړې
ډيره اسمعيل خان، ۲۳ اکټوبر ۲۰۱۰: د ډيره اسمعيل خان ګومل پوهنتون راډيو، چې په ايف ايم ۱۰۶،۷ څپو باندې خپروني کوي، له دې وروسته به د پېکټ راډيو ثبت شوي پروګرامونه، ورځني مذهبي پروګرامونه او ژوندي نشرات هره ورځ خپروي.
نور....
د پاکستان په شمال او لويديځ کې د سيلابونو توپان
پېښور، ۱۲ اګست، ۲۰۱۰:
د مسلسلو بارانونو په واسطه راغلي سيلاب په پاکستان کې نږدې ۱۴ ميليونه کسان اغيزمن کړي دي او لږ تر لږه ۱۶۰۰ کسان يې وژلي او يو شمير نور يې له درکه کړي دي. دغه توپان د خلکو کورونه ړنګ کړل او ددې ترڅنګ يې د وريجو، غنمو، تمباکو او ګنيو فصلونه هم له منځه وړي دي. د پېکټ راډيو پروډيوسر او چيف رپورټر عمر دراز د ځينو اغيزمنو سره خبرې کړي او دغه رپورټ يې پرې کښلی دی.
وسله والو د پېکټ ميډيا سنټر وسوځاوه
جولای ۱۱، ۲۰۱۰:
وسله والو کسانو تيره شپه د پېکټ ميډيا سنټر باندې بريد وکړ او د مدرسې د ځينو برخو په شمول يې دغه روزنيز مرکز وسوځاوه. دوی لومړی دروزنيز مرکز ساتونکي وتړل او وروسته يې سامان ته اور ورته کړ، ترڅو چې اورمړکوونکي موټر رارسيدل، ميډيا سنټر په ايرو بدل شوی ؤ
نور....

