اوريدونکي

محمد اسماعيل- دوبۍ

سلامونه او نيکې هيلې

زما نوم محمد اسماعيل دی،دبلوچستان دلورالای اوسېدونکی يم چې اوسمهال په دوبۍ کې اوسېږم. غوړام معلومه کړم چې تاسې زموږ لپاره هم کومه خپرونه لرئ؟ ستاسې دځواب په هيله.

منير خان

دا ډېر په زړه پورې وي چې کله تاسې له هيواده بهر دخپلې سيمې په اړه خپرونې او خبرونه اورئ

دا هرڅه دښاغلي جان بټ او دهغه دکاري ډلې لاسته راوړنې دي.

 

محمد عامر

ښاغلی جان بټ ! اسلام عليکم.

خوشحال يم چې پکټ راډیو زموږ د سيمو دمشکلاتو په هوارولو کې ښه رول لوبولی؛خو زه غواړم دې خبرې ته ستاسې پام راواړوم چې زمو په سيموکې دخلکو غټ مشکل مذهبي بېلوالی يامذهبي اختلافات دي. که تاسې زموږ دسيمو له لويو ديني عالمانو سره په دې اړه وغږېږئ او ددغې مسلې دهواري لار راوباسئ،نو دا به هم دسيمې دخلکو لپاره يوبل ګټور خدمت وي.

 

قاري حسن

دپکټ راډيو ټولې کاري ډلې ته!

زه هر وخت ستاسې ويب سايټ ګورم،دا ډېره دخوشحالۍ خبره ده چې دلته يوڅوک شته چې زمو خبروته غوږ نیسي او زمو ږ له غږ سره خپل غږ ملګری کوي. ستاسې دلا برياوو په هیله.

 

قدرت الله

دپکټ راډيو ټولو کارکوونکيو ته سلامونه وايم،په ځانګړې توګه د ويب سايټ جوړوونکيو ته چې دا ښکلې ويب پاڼې يې جوړې کړې دي،له الله پاک نه دوی ته دلا ښه کار او خدمت هيله کوم.

 

سمېع خان

سلامونه! ددپکټ راډيو پښتو ويب پاڼه په رښتيا هم ډېره ښه ده.

 

شېر علي،اسلام اباد

زه يو نوی پروډيوسر او وياند يم،په دې ډېر خوښ يم چې پکټ راډيو دخلکو دمشکلاتو په هواري کې ښه او ګټور رول لوبوي.

 

عايشه

زه دپکټ راډیو کوششونه ستايم او ټولې کاري  ډلې ته یې  نيکې پېروزينې  وړاندې کوم، ويب سايټ مو ډېر ښه روان دی؛ خو دلا ښه والي هڅه يې وکړئ.

 

عمر فاروق

دپکټ راډيو دټولې ډلې په ځانګړې توګه دښاغلي جان بټ او شعيب زاده کوششونه او زيار د ډېرې ستاينې وړ دي،ځکه چې دوی شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې اورېدونکيو ته ښه او ګټور پرواګرامونه تيار کړي.

ستاسې دلا برياليتوب په هيله.

 

اسد افغان،باک -خوست

دپکټ راډيو دروند مشر ښاغلی جان بټ او ټولو کارکوونکيو، اسلام عليکم !

ستاسې ويب سايټ مې ډېر خوښ شو،کارونه مو د ډېرې ستاينې وړ دي؛ځکه چې تاسې د پولې پورې سيمو خلکو ته دومره خدمت کوئ.

ستاسې دلا برياليتوب په هيله.

اسد افغان،دخوست ولايت له باک ولسوالۍ څخه.