تش کارځايونه

انلاين مرستيال ايډيټر او انلاين خبريالان

د دندې حالت: ټوله ورځ

اخرنی تاريخ: ۲۴ مارچ، ۲۰۱۱

د وظيفې شرايط:

پېکټ راډيو غواړې چې د وېبپاڼې پرمخ بيولو لپاره درې نوې کسان وګماري، د دوی کار به د روان کال په مئ مياشت کې شروع کيږي.

انلاين مرستيال ايډيټر:

انلاين مرستيال اډيټر به په مستقيم ډول اډيټر ته رپور ورکوي. هغه به انلاين خبريالان څاري او په نظريو، سوژو، مقالو باندې به کار کوي.

کامياب کانديد بايد د افغانستان او پاکستان په معتبرو چاپي ورځپاڼو کې د کار ترڅنګ په قوي انګليسي باندې هم بلد وي. په پښتو، اردو او انګليسي ژبو کې پوره مهارت او وړتيا ولري. کامياب کانديد به د پېکټ په مرکزي دفتر، پېښور کې کار کوي او د دې ترڅنګ به د پولې پوري مختلفو سيمو ته د پېښو او موضوعاتو پوښښ کولو او خپرولو لپاره د تګ موقع هم لري.

ټولې مقالې به د پېکټ په سبک او سټایل باندې ليکي يعني د پولې پورې سيمو خلکو ستونزې او هغې ته مناسب د حل لارې پيدا کول.

د درخواست لپاره خپله CV، د کاري سابقې مثالونه په دې پته راوليږئ: editor@pactradio.com

انلاين خبريالان:

پېکټ راډيو دوه انلاين خبريالان ګماري.

انلاين خبريال به په مستقيم ډول مرستيال انلاين ايډيټر ته خبر ورکوي او د مقالو، نظريو، ليکنو، څيړنو او توليدي پروګرامونو جوړولو او ليکلو مسؤليت به لري.

کامياب کانديد بايد په چاپي مطبوعاتو کې د کار سابقه ولري او خپل کار ته ژمن او ليواله وي. کامياب کانديدان به د پېکټ په مرکزي دفتر، پېښور کې کار کوي او د موضوعاتو را ټولولو او خپرولو په خاطر به د پولې پورې سيمو ته هم سفرونه کوي.

د انټرويو ورکولو ترڅنګ به کامياب کانديدان تحريري امتحان هم ورکوي. په دې ګمارلو سره به قوي انلاين ټيم رامنځ ته شي، او د پولې پورې سيمې ډيرې ستونزې به نشر او خپرې شي.

ټولې مقالې به د پېکټ په سبک او سټایل باندې ليکي يعني د پولې پورې سيمې خلکو ستونزې او هغې ته مناسب د حل لارې پيدا کول.

د درخواست لپاره خپله CV، د کاري سابقې مثالونه په دې پته راوليږئ: editor@pactradio.com

په پکټ راډيو کې دمدرس جوړېدو موقع

دپکټ يا دپولې پورې راډیو پروګرامونه لکه دپولې پورې،دين و دنيا،قوي مومن او چاپېريال د افغانستان و پاکستان دسرحدي سيمو له بېلابېلو دولتي (سرکاري) او شخصي FM راډيو ګانو څخه، چې د حکومت په چوکاټ کې ثبت شوې وي خپرېږي.

پکټ يا دپولې پورې راډيو ديني پروګرامونو ته ډېر اهميت ورکړی دی،چې مقصد يې د ننني عصر په چوکاټ کې د دين دصحیحو اصولو  احیاء او ژوندي کول دي، په دې سلسله کې دپکټ يا پولې پورې راډيو مختلف ديني او مذهبي پروګرامونه،چې پکې دقرآن مجيد پر تدريس سربېره دفقهي مسايلو دسوالونو او ځوابونو سلسله او د احاديثو او قرآن شريف دتجويد زده کړه هم شامله ده،پيل کړي دي، ددغو راډيويي پروګرامونو د پرمخ بيولو لپاره ديني مدرسينو ته ضرورت دی.

ټول هغه ديني عالمان او قاري صاحبان،چې دعالي ديني مدرسو څخه دفراغت سربېره له عصري علومو سره هم اشنا وي، ددې لپاره چې ددين دغه خدمت دننني عصر په چوکاټ کې ښه ترسره کړای شي خپل غوښتنليک او اسناد دې پکټ راډيو ته په لاندې پته او يا دپکټ راډيو  سيمه ييزو دفترونو ته وسپاري.

 

خليل الرحمان شېرازي

پکټ راډيو

۲۰۳ بادشاه ټاور،سټيډيم روډ،صدر-پېښور

دټليفون شمېره : ۰۹۱-۵۲۵۲۰۸۱

Khalil.shirazi@pactradio.com

 

په کندهارکې دپکټ راډیو د روزنيزسمينار خبرتیا

دپکټ راډیو (د پولې پورې راډیو)چې د پولې پورې سيموپه اړه د دين ودنيا،قوي مومن او د چاپېريال ساتنې ځانګړی پروګرامونه دافغانستان وپاکستان د يوشمېر دولتي او غير دولتي اف.ام راډیوګانو له لارې خپروي، په پام کې لري چې دروان کال په جون (جوزا) مياشت کې په کندهار کې د نويو رپوټرانو لپاره يو روزنيز سمينار جوړ کړي.

دلوړو زده کړو لرونکي ځوانان،محصلين،د ديني مدرسو طالبان او د دولتي و غيردولتي راډيو ګانو رپورټران کولای شي چې په دغه روزنيز سمينار کې ګډون وکړي.

مينه وال دې لاندې ټکي په پام کې ولري :

په خپله تعليمي اداره کې يې بايد لوړې نومرې ترلاسه کړې وي، په راډیو کې دښه کار سابقه ولري، له راډیو ژورنالېزم سره نژدې اړيکې ولري،دولس له ستونزو ښه خبر وي او ددغو ستونزو داواري جزبه ولري.

هغه کسان چې غواړي په دغه سمينار کې ګډون وکړي خپل غوښتنليکونه، CV او بشپړه پته  دې په لاندې برېښناليک پته غوث الدين فروتن ته ور ولېږي.

Frotan1919@gmail.com

جان محمد بټ

دپکټ راډيو مدير

د بازار موندنې، د حساب کتاب او اداري مديرانو ضرورت

پکټ راډيو

٢٠٣ بادشاه ټاور

سټېډيوم روډ، پېښور کېنټ

تليفون :5252081-091

فاکس: 5252082-091

www.pactradio.com

 

 

د بازار موندنې، د حساب کتاب او اداري مديران

 

پکټ راډيو چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې د اېف اېم راډيو سټېشنونو له لارې په ډېرو موضوعاتو پروګرامونه نشروي، داسې کسانو ته اړتيا لري چې په لاندې درېو مهمو انتظامي پوستونو کار وکړي.

 

١: د بازار موندنې مدير

٢: د حساب کتاب مدير

٣ : اداري مدير

 

١: د بازار موندنې د مدير مسووليت به د پکټ راډيو د کاروبار پرمختګ وي. هغه به د نشراتي او کاروباري شريکوالو او همداراز د پرمختيايي سکتور سره تماسونه نيسي تر څو د مارکېټ د نورو سکتورونو سره د دوه اړخيزې ګټې پر بنسټ پکټ راډيو په مالي توګه ژوندۍ او د يوې نشراتي ادارې په توګه فعاله وساتي.

 

دې پست ته کانديد کسان بايد په کاروباري انتظام کې خپل وړوالى او مهارت وښيي. د پکټ راډيو د پاليسۍ سره سم، چې د پوهنتون څخه تازه زده کوونکي په کار ګماري، په کاروبار پوهنه کې د پوهنتون فارغانو ته به ترجيح ورکول کېږي. هر څو که د دې پست لپاره د پخواني کار او تجربې ثابتول ضروري نه دي، خو په خپل کار کې مهارت او انتظام په ښه توګه چلول خوبي ګڼل کېږي.

 

د بازار موندنې مدير به د پروژې د چلوونکي سره څنګ په څنګ کار کوي، تر څو د کاروباري ودې ځايونه لکه د پروګرام مالي سرپرستي او د راډيو تجارتي پروګرامونه وپېژني.

 

٢: د حساب کتاب مدير به د پکټ راډيو د حساب کتاب او ريکارډ ساتلو مسووليت په غاړه لري. هغه به رسيدونه جمع کوي، ضمانت ليکونه به جوړوي، او د منل شوې بوديجې تر مخه، او د مالي کال او د پروژې د ميعادونو پر مهال به د لګښتونو حساب ساتي. دا د حساب کتاب د مدير مسووليت دى چې د پروژې چلوونکي ته به د مالي لګښت د زياتېدو، کمېدو او د پېسو د راتلو په صورت کې مشورې ورکوي. د حسابي مدير نه به دا تمه هم کېږي چې د پروژې د چلوونکي سره د بوديجې په جوړولو او مالي رپوټونو برابرولو کې همکاري وکړي. حسابي مدير ښايي د څو بوديجو د توازن د برابرولو او منظمولو کار هم په غاړه ولري، تر څو دا خبره يقيني شي چې د پکټ راډيو او د کارکوونکو لګښتونه د صحيح بوديجې سره سم ساتل شوي دي.

 

پکټ راډيو د يو داسې چا په لټه کې دى چې په طريقه کار پوهېږي، محتاط وي او د حساب ساتلو، د لګښتونو د ريکارډ ساتلو او صفا سوتره حسابي انتظام کې مهارت لري. هغه / هغې بايد په دې کار کې بشپړ ټرېننګ ترلاسه کړى وي.

 

٣: د پکټ راډيو اداري مدير به د دفتر د ورځنيو چارو، هلو ځلو، تنظيم او د کارکوونکو د کارونو او وختونو د چارو مسوول وي.که اړتيا پېښه شوه نو اداري مدير به د پروژې د چلوونکي د سکرتري په توګه هم کار کوي.د دې پست لپاره د اداري انتظام بنيادي ټرېننګ ضروري دى.

 

که تاسې د دې درېو کارونو څخه د هر يو سره علاقه لرئ نو لطفاً خپله سي وي د جان بټ په نوم د يو داسې خط سره راواستوئ چې پکې ويل شوي وي چې تاسې د کوم کار سره – او ولې - علاقه لرئ. برېښناليک دا دى : jmbutt@pactradio.com

لطفاً په نظر کې ونيسئ چې ستاسې سي وي بايد د فبروري ٢٠٠٨ تر پنځلسمې نېټې، د جمعې د ورځې پورې پکټ راډيو ته راورسېږي.