Pak-Afghan Cross-border Radio Training and Production
دپاک-افغان پولې پورې راډيو روزنيزه او توليدي اداره
د معاصرو ستونځو روايتي حل د پکټ نوم د دې د مرکزي مقصد ايينه ده: د هر ډول جنجالونو حل پکټ د پېښور پوهنتون د ژورناليزم او عمومي ارتباط د څانګې نه په کار کولو سره د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو ټولو سيمو کې د خبريالانو يو ټيم لري. په شمال کې د چترال او بدخشان څخه نيولې په جنوب کې د هلمند او بلوچستان پورې زمونږ خبريالان زمونږ درېو پروګرامونو ته کار کوي – د پکټ د سر "د پولې پورې" پروګرام، کوم چې په موضوعاتي، ټولنيزو، کولتوري او د پولې د نورو مسئلو په اړه بحث کوي، "دين او دنيا" پروګرام، چې په نننۍ نړۍ کې اسلامي چارو ته پام کوي او "قوي مومن" کوم چې په روغتيايي مسئلو خبره کوي. دا درې پروګرامونه عامو خلکو ته يو فوروم په لاس ورکوي، تر څو په هغو ستونځو خبرې وکړي چې دوى ورسره مخ دي – په ځانګړې توګه جګړې – او وړانديزونه وکړي چې څنګه د دې ستونځو حل موندلى شي. د پکټ ژورناليزم يواځې د ستونځو په ښودلو تکيه نه کوي بلکې کوښښ کوي چې دا ستونځې حل هم کړي. دا طريقه کار د پکټ پروګرامونه په ځانګړې توګه د جنجالونو د حل لپاره ګټور جوړوي.
د پکټ د پروګرامونو هدف :
هغه ژبې چې د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو غاړو ته ويل کېږي، د خلکو کولتور او روايات، او هغه ستونځې چې دوى ورسره په ورځني ژوند کې مخ کېږي، دا ټول يو بل سره تړاو لري. په دواړو غاړو کې مېشت خلک د يو بل د ستونځو په حل کولو کې مرسته کولى شي. د خلکو د ژوند معيار څنګه ښه کېدلاى شي؟ هغه ستونځې چې دوى يې وارخطا کړي دي څنګه په دوستانه ډول حل کېداى شي؟ افراطيت او د ټولنې انتشار – چې اسلام ته زيان رسوي – څنګه په اسلامي اعتدال بدلېداى شي؟ هغه رواجونه چې د رښتوني اسلام او بشري ارزښتونو سره سم نه وي څنګه سمېدلاى شي؟ څنګه کېدلاى شي د سوداګرۍ او تجارت لارې په داسې ډول خلاصې شي چې په سرحدي سيمو کې پراته خلک داسې اقتصادي ښه والى وويني چې د دوى د رواياتو او تخصصاتو سره سم وي؟ څنګه کېدلاى شي چې زده کړه – داسې زده کړه چې د خلکو د اړتياو، رواياتو او ژوندلارو سره سم وي – د هر چا لپاره په حقيقت بدله شي؟ څنګه کېداى شي چې د زده کړې تر څنګ د خپلو ځوانانو روزنه پراخه کړئ؟ او د دې هر څه د پاسه، څنګه کېداى شي چې د فرقو، قومونو، ملتونو، قبيلو او ګوندونو ترمنځ جنجالونه په يووالي، محبت او يو بل سره په امن کې په اوسېدو بدل شي؟ دا هغه ځوابونه دي چې د پکټ په پروګرامونو کې يې، د جامعې د عامو خلکو په خبرو کې لټون کېږي. هغه عام خلک چې د دې ستونځو د حل تر ټولو زياته ګټه همدوى ته ده او که ستونځې په ځاى پاتې وې نو تاوان يې هم دوى ته دى.

