خبرونه
پيښور، مئ ۴: د وخت له تېرېدو سره سم د پېښو، واقعاتو او مختلفو شيانو نومونه بدلېږي، چې ځينې پکښې د ټولنې او د انسانانو په ګټه وي، خو ددې ترڅنګ ځينې داسې بدلونونه هم وي، چې د ټولنې او انسانيت لپاره د ستونزو او ذهني ناروغيو سبب ګرځي.
پېکټ د بازارموندنې مشر (مارکټينګ منيجر) ته ضرورت لري
پېښور، ۸ اپريل، ۲۰۱۱: پېکټ راډيو د پاک-افغان پولې دواړو غاړو ته مهم او اړين راډيويي پروګرامونه او خپرونې خپروي. د پېکټ راډيو اصلي هدف دادی، چې اوسنيو ستونزو ته د عامو خلکو له نظرونو او ليدلورو وګوري او عامو خلکو ته داسې زمينه برابره کړي، ترڅو دغو ستونزو ته په خپله د حل لار پيدا او له دغو ستونزو څخه ځانونه خلاص کړي.
د بارډر لاېن درېيمه ګڼه چاپ شوه
د پولې پورې – پېکټ راډيو د اوونيزې خپرونې بارډر لاېن درېيمه ګڼه چاپ شوه.
نوموړى ګڼه په ٤٨ مخونو کې په ښکلي صحافت او ښه کاغذ تازه له چاپه راوتې ده.
بارډر لاېن لکه څنګه چې يې له نوم نه څرګندېږي، د پولې پورې سيمو لپاره ځانګړې شوې، ددغو سيمو ستونزې په لمن کې رانغاړي او د هغو د اواري لار لټوي.
نور....
پېکټ د بارډرلاين په نوم مجله شروع کړه
پيښور، ۶ جنوري، ۲۰۱۱: په دې روانه اونۍ کې د پېکټ اونيزه مجله ((بارډرلاين)) وګوري. دغه مجله په پښتو ژبه له پېښوره چاپيږي، چې د پولې دواړو غاړو، خوست، جلال اباد، کندهار، زابل، سوات، کويټه، ډي ای خان، بونيز، دير، پېښور او خيبر کې به توزيع کيږي.
بارډرلاين د پېکټ راډيو پروډيوسر اسرار اتل لخوا تصحيح کيږي. دا د پېکټ لومړی چاپي خپرونه ده، چې د پېکټ حل- لټوونکی ژورناليزم د پراخيدو زيری راکوي
نور....

